د ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد د دې تازه کمپاین په اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په یو بیان کې ویلي، د دې درې ورځني کمپاین په ترڅ کې به په کابل، کندهار، هلمند، اورزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندز ولایتونو کې شاوخوا څلور میلونه او ته سوو هغو کوچنیانو ته چې عمرونه یې له پنځو کلونو ښکته دي د پولیو د واکسین څاڅکي ورکړل شي. د افغانستان په یولسو ولایتونو کې د پولیو واکسینو دا کمپاین په داسې حال کې پیلږي، چې له دې وړاندې د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې طالبانو د...